افغانستان

طالبان په کندز کې ۱۳ نوي مخابراتي سایټونه جوړوي

د طالبانو تر واک لاندې د مخابراتو وزارت اعلان کړی چې په کندز ولایت کې به ۱۳ نوې مخابراتي سایټونه جوړ کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد اوسېدونکي؛ په ځانګړې توګه د کندز ولایت اوسېدونکي تل په مخابراتي شبکو کې له ستونزو شکایت کوي.

دغه افغانان وايي چې آن د ښار په مرکز کې هم کله ناکله  اړیکې په سمه توګه نه شي نیولای.

بل خوا دغه ښاريان وايي، چې د مخابراتي شبکو ورو سرعت او د انټرنيټي کڅوړو لوړه بيه د دوى په وړاندې نورې لويې ننګونې دي.

خو د طالبانو تر واک لاندې د مخابراتو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ۱۳ مخابراتي سایټونو په جوړېدو سره به  انټرنيټ ته د کندز اوسېدونکو لاسرسی ښه شي.

خو د دغه ولايت يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې د دغه ولايت په ځينو سيمو او ولسواليو کې هم نه شي کولى په سمه توګه ټولنيزې رسنۍ وکاروي.