افغانستان

پاکستان او ایران په څلورو ورځو کې کابو ١٢زره کډوال ايستلي

Afghan refugees returning to Afghanistan. File photo.

له پاکستان او ایران څخه په څلورو ورځو کې شاوخوا ۱۲ زره افغان کډوال ويستل شوي او بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په تېرو څلورو ورځو کې (د چنګاښ له ۱۲ تر ۱۵ پورې) ۱۱زره ۹۹۷ افغان کډوال په خپله خوښه او جبري توګه له پاکستان او ایران څخه ایستل شوي دي.

د راپور له مخې، پاکستان يوزر ۳۵۲ او ایران لس زره ۶۴۵ کډوال ايستلي دي.

د طالبانو تر واک لاندې دغه وزارت ویلي چې ۷۸۱ تنه د تورخم او ۵۷۱ تنه د سپین بولدک له لارې افغانستان ته داخل شوي دي.

په همدې حال کې د راپور له مخې، ۷زره۱۲۵ تنه د هرات د اسلام کلا او ۳زره۵۲۰ تنه نور په نیمروز کې د ورېښمو پل له لارې هېواد ته داخل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان تېره اوونۍ د نورو ٨٠٠زره افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر پیل کړى دى.

د الجزیرې د راپور له مخې، که ياد کډوال په خپله خوښه افغانستان ته ستانه نه شول، نو د پاکستان حکومت له خوا به  بندیان او بېرته افغانستان ته په جبري ډول ولېږل شي.