د پاکستان د سند ایالت له زندانونو نهه افغان وګړي خوشې شوي دي.
په کراچۍ ښار کې د افغانستان کونسلګرۍ چې اوس د طالبانو لخوا اداره کېږي، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه افغان وګړي پرون ورځ (جمعه د چنګاښ ١٥) له خوشې کېدو وروسته له خپلو کورنیو او خپلوانو سره یو ځای شوي دي.
په کراچۍ ښار کې د طالبانو سرکونسل ویلي، چې د پاکستان له زندانونو څخه په خوشې شویو کسانو کې یو ماشوم هم شامل دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه افغان وګړي د پاکستان د پولیسو له خوا د دوى د استوګنې اسنادو د وخت د ختمېدو له امله نیول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان د افغان کډوالو د «جبري ويستلو» دویم پړاو پیل کړی دی.
که څه هم، د کډوالو په وړاندې د پاکستان چلند د نړیوالو سازمانونو سختو غبرګونونه راپارولي دي؛ خو دغه هېواد له خپلې دغه تګلارې څخه نه دی په شا شوی.