د اوراسيا خبري-شنونکي شبکې په یوه مقاله کې ویلي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د «ترهګرو ډلو او سازمانونو په ځاله» بدل شوی دی.
په مقاله کې راغلي چې د دوحې تړون ته د طالبانو له ژمنو سربېره؛ د دوی تر ولکې لاندې افغانستان د «ترهګرو» ډلو په خوندي پټنځای بدل شوی دی.
په مقاله کې د القاعدې، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ، د ازبکستان اسلامي غورځنګ، داعش خراسان او تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په څېر ډلو نومونه ياد شوي چې دا مهال د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې فعالیت کوي.
خو طالبانو تر دې مخکې تر خپل واک لاندې افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون او فعاليتونه رد کړي دي.
خو دغې خبري- شنونکي شبکې د پاکستاني چارواکو د ويناوو په استناد ویلي چې په تېرو دوو کلونو کې ټي ټي پي د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې له خوندي پټنځایونو څخه پر پاکستان بریدونه کوي.
په مقاله کې دا هم ویل شوي چې په افغانستان کې د چین، روسیې او ایران د نفوذ په اړه د امریکا اندېښنې «مخ په زیاتېدونکي کړکېچ» کېدی شي دغه هېواد د یوې بلې جګړې په لور يوسي.
اوراسيا د افغانستان (جیو پولیټیکل) موقعیت د افغانستان د دوامدارو او لسیزو اوږدو ستونزو یو لامل بللی دی.
وړاندې د پاکستان استازي د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ویلي وو، «په افغانستان کې طالبانو د ټي ټي پي له خوا د پولې هاخوا د ترهګرۍ د مخنیوي په اړه خپلې ژمنې نه دي عملي کړي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف تېره اوونۍ په ټنګار سره ویلي و چې اسلام اباد کولای شي په افغانستان کې د «ترهګرو» ډلو پر پټنځایونو بریدونه وکړي.
هغه پخپلو خبرو کې په افغانستان کې د اسلام آباد دل ممکنه اقدام مشروع وباله او زیاته یې کړه چې د طالبانو لخوا د «د ترهګرو ډلو ملاتړ » لکه ټي ټي پي په دليل دا عمل د نړیوالو قوانینو خلاف نه دی.