د ملي مقاومت جبهې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په نورستان ولایت کې د دوی د غړو په برید کې یو طالب وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.
د دې جبهې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه برید تېره شپه ناوخته د دغه ولایت د نورګرام ولسوالۍ په دهن دره کلتن سیمه کې شوی دی.
د ملي مقاومت جبهې ادعا کوي چې د دغه برید موخه په یاده ولسوالۍ کې د طالبانو یوه پوسته په نښه کول و.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
تر دې مخکې د ملي مقاومت جبهې ادعا کړې وه، چې د دوی غړو په تېره یوه اوونۍ کې د کابل او هرات ولایتونو په ځینو برخو کې بریدونه کړي، چې ګڼ شمېر طالبان یې وژلي او ټپیان کړي دي.
طالبانو په وار وار ویلي چې دوی په افغانستان کې هراړخېز امنیت تامین کړی او هیڅ داسې ډله یا فرد په افغانستان کې شتون نه لري چې دغه امنیت ته ګواښ پېښ کړي.
خو د افغانستان د امنیت د څار ادارې په خپل وروستي میاشتني راپور کې ویلي چې یوازې په روانه میاشت کې په ټول افغانستان کې ۳۳ امنیتي پېښې شوي چې ډېری یې د ملي مقاومت جبهې او د ازادۍ جبهې بریدونه دي.