په کاپيسا ولايت کې د يوې ترافيکي پيښې له امله د يوې ښځې په ګډون څلور تنه مړه شول.
د طالبانو تر ادارې لاندې ملي ټلویزیون خبر ورکړی، چې په دې پېښه کې شپږ تنه نور هم ټپیان شوي دي.
د کاپيسا ولايت د طالبانو امنيي قومندانۍ وياند وايي چې دا پېښه تېره ورځ(جمعه د چنګاښ ١٥) ماسپښين ددي ولايت په اله ساى ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
د دې راپو له مخې، دغه پېښه د يو ټونس موټر د ټکر له امله په يادې ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو لويو لارو کې ترافيکي پېښې زياتې شوې، چې له امله يې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په تازه پېښه کې د کابل-ننګرهار پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۴ تنه ټپیان شوي دي.
په لغمان ولايت کې د طالبانو د امنيې قوماندانۍ وياند محمد يونس يوسفزي ويلي چې پېښه د دوو کرولا ډوله او فلانکوچ موټر ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
د يادونې ده، چې دغه پېښه د لغمان ولايت د سرخکان خيروخېلو په سيمه کې رامنځته شوې ده.