افغانستان

د شانګهای سازمان غړو هېوادونه په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت غوښتنه وکړه

د شانګهای د همکارۍ سازمان غړو هېوادونو یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د افغان ټولنې د ټولو توکمیزو سیاسي ډلو د استازو په پراخ ګډون سره د یوه ټولګډونه حکومت جوړول په هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات د ترلاسه کولو یوازینۍ لار ده.

د دغه ناستې په وروستۍ خبرپاڼه کې ویل شوي، شانګهای سازمان د یوه خپلواک، سوله ییز او له ترهګرۍ څخه د پاک افغانستان ملاتړ کوي.

په خبرپاڼه کې چې د پنچشنبې په ورځ خپره شوې، ويل شوي، چې غړي هېوادونه د قزاقستان د جمهوري ریاست په وړاندیز په الماتا کې د منځنۍ اسیا او افغانستان لپاره د دوامداره پراختیايي موخو لپاره د ملګرو ملتونو د سیمه ییز مرکز پر جوړولو کار کوي.

په خبرپاڼه کې له افغانستان سره په سرحدي سیمو کې د ناامنیو په اړه د تاجکستان اندېښنو ته هم اشاره شوې او ویلي یې دي: «غړي هېوادونه همداراز  د افغانستان په شاوخوا کې د تاجکستان جمهوریت د امنیتي کمربند د جوړولو د نوښت ملاتړ کوي»

دا خبرپاڼه زیاتوي چې د شانګهای د همکارۍ سازمان غړي هېوادونه له نړیوالې ټولنې  د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د نړیوالې ترهګرۍ د ځپلو په اړه د یوه جامع کنوانسیون د تصویب لپاره د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې د نړیوالو وسایلو په موجوده چوکاټ کې د یوې مهمې مرستې په توګه د اجماع جوړولو غوښتنه کوي.

په خبرپاڼه کې د فلسطین مسئلې ته هم اشاره شوې ده. په خبرپاڼه وايي، «غړي هېوادونه بیا څرګندوي چې په منځني ختیځ کې د سولې او ثبات د تضمین یوازینۍ ممکنه لار د فلسطین د مسئلې هر اړخیزه او عادلانه حل دی.» 

دا په داسې حال کې ده، چې روسیې ویلي طالبان د افغانستان واقعيت دی او له هغوی سره اړیکي ټینګول اړین دي.