نړۍ ورزش

جرمني د ترکیې د فوټبال د ملي لوبډلې ۱۹ تنه مینه وال نیولي 

د جرمني پولیسو د اروپا د ملتونو د جام ۱۶ پړاو سیالیو کې د ترکیې د فوټبال د لوبډلې له بریا وروسته ۱۹ تنه ترکي مینه وال نیولي دي.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، څه باندې ٣زره ترکي مینه والو له لوبې وروسته د ګولزین کرشن په واټونو کې په نڅا ولمانځله او ځینو یې د دغه هېواد له پولیسو سره نښتې وکړې.

د دغو راپورونو پر بنسټ، د جرمني پولیسو د هغوی د خورولو لپاره له لاسي بمونو کار اخیستی او په دې پېښه کې يو پولیس سخت ټپي شوی دی.

د آلمان د سیمه ییزو پولیسو قوماندان ټيم فرومایر ویلي، چې ګڼه ګوڼه په ښار کې د سترې ګډوډۍ لامل شوې ده؛ ځکه چې ډیری ترکي مینه وال په ساعتونو ساعتونو د  شپېلاق وهلو او رڼاوو سره په سړک کې وو.

هغه وويل: «پوليسو ته د بېلابېلو ګډوډيو راپور ورکړل شوى و، چې موټر چلوونکي په ډېر سرعت موټر چلوي او يا يې په دې جشن کې شخصي موټرونه په غيرعادي ډول کارولي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د شنبې په ورځ د ترکیې لوبډله د پاى لوبې په څلورمه نيمايي کې د هالنډ پر وړاندې لوبېږي.