د طالبانو د عدلیې وزارت د چهارشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ويلي چې دغه وزارت د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د سردار محمد داوود خان ښارګوټى مصادره کړى دی.
دا ښارګوټى د هېواد د یو سوداګر نجیب زراب پورې اړه لري چې په ٢٠١٦ هجري لمریز کال کې پرانیستل شوى و.
دغه ښارګوټی ۵۵۶ جریبه مساحت لري، چې یوه برخه یې د کابل – کندهار لویې لارې په اوږدو کې د «کمپنۍ» په سیمه کې موقعیت لري.
په دې ښارګوټي کې خلکو د ځمکې په پېرلو سره ودانۍ جوړې کړې دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې عدلیې وزارت دغه ځمکه د دولتي ملکیت په توګه ګرځولې ده.
طالبانو ویلي چې د دې ښارګوټي قضیه د دوی د ځانګړې محکمې له خوا څېړل کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې غصب د مخنيوي لپاره د طالبانو کمېسیون د هېواد په یو شمېر سیمو کې خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي.