د سه شنبې په ورځ د پاکستان له زندانونو څخه ديارلس افغان اتباع خوشې او هېواد ته راستانه شول.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د کډوالو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله له یوې میاشتې تر لسو کلونو بند باندې محکوم شوي وو.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان حکومت روانه اوونۍ له دغه هېواده د بې اسنادو کډوالو د ایستلو دویم پړاو پیل کړى.
پاکستاني چارواکي وايي، په دې پړاو کې به شاوخوا ۸۰۰ زره بې اسناده کډوال له دغه هېواده وایستل شي.