افغانستان

طالبانو یو ځل بیا په افغانستان کې د ښځو حقوق «کورنۍ موضوع» وبلله

Taliban spokesman Zabihullah Mujahid at a press conference in Kabul on July 3, 2024.

په داسې حال کې چې د ښځو پر حقونو او ازادیو د طالبانو محدودیتونه دوام لري، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد یوې خبري غونډې ته ويلي چې د دوحې په دریمه ناسته کې یو شمېر ګډونوال د ښځو د حقونو په اړه «اندېښمن» وو؛ خو په وينا يې د ښځو حقونه د افغانستان  «کورنۍ  موضوع» ده.

دا په داسې حال کې ده چې د دوحې په درېیمه غونډه کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د زده کړو او کار په اړه بحث نه و شوی او ښځو هم په دې غونډه کې برخه نه وه اخیستې.

د طالبانو ویاند همداراز ادعا وکړه چې دوی د ښځو د حقونو د حل په لټه کې دي نه باید دا مسٸله د ځینو هیوادونو لپاره د فشار راوړلو د يوې پلمې په توګه کارول شي.

هغه وویل، «زه ټینګار کوم چې په افغانستان کې د ښځو زده کړه او نورې ستونزې د افغانستان  کورنۍ مسٸله او داخلي اړتیا ده.»

د دوحې په غونډه کې د افغان ښځو او مدني ټولنو د استازو نه ګړون د طالبانو لخوا یو د دوحې په غونډه کې د ګډون لپاره شرطونو څخه و، چې د یو شمېر هېوادونو، د ښځو د حقونو د فعالانو او د بشري حقونو د سازمانونو له توند غبرګون سره مخ شو.

د طالبانو ویاند د ښځو حقونه په داسې حال کې یوه کورنۍ مسٸله بولي، چې طالبانو د ښځو د حقونو او د زده کړو لسګونه فعالان چې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځیو د تړلو او پوهنتونونو او همدارنګه د ښځو د اساسي حقونو په اړه یې اعتراضونه کول، نیولي دي.

د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، طالبانو تر ۵۰ ډېر فرمانونه صادر کړي چې په مستقیم او غیر مستقیم ډول پر ښځو اغېز کوي.

په همدې حال کې مجاهد ویلي چې د «بشري وضعیت» مسله باید له سیاست څخه جلا شي. هغه وایي هیوادونه باید د بشري وضعیت څخه نه بايد د سیاسي فشار په توګه کار واخلي.

له دې وړاندې، د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي سرمفتش (سیګار) په هېواد کې د بشري مرستو په بهیر کې د طالبانو د لاسوهنې خبرداری ورکړی.

مجاهد خبریالانو ته وویل، نړۍ پوه شوې چې «واټن د حل لاره نه ده.»

خو دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو د نږدې درې کلنې واکمنۍ  راهيسې یو شمېر هېوادونو د ټولګډونه حکومت د نشتوالي، د بشري حقونو او د ښځو له حقونو د سرغړونو او له افغانستان څخه د ترهګرۍ د ګواښ په ګډون بېلابېلې اندېښنې څرګندې کړې دي. هېڅ هیواد طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي.

مجاهد د دوحې دریمه ناسته د افغانستان په ګټه وبلله او ویې ویل چې راتلونکې د ملګرو ملتونو په لاس کې ده.

د طالبانو ویاند زیاته کړې، که «خپلواکي، حاکميت او ملي ګټې تامین شي» طالبان به په راتلونکو غونډو کې ګډون ته چمتو وي.

هغه وویل چې په دې کتنه کې د افغان کډوالو پر ستونزو هم خبرې وشوې.

هغه وویل چې د دوحې د غونډې په څنډه کې یې له بېلابېلو هېوادونو سره ۲۴ خصوصي ناستې کړي چې ټولې یې «دوه اړخیزې خبرې» وې.

د مجاهد په وینا، د طالبانو پلاوي له امریکايي پلاوي سره د ګونتانامو په زندان کې د افغان بندیانو په اړه خبرې کړې دي.

مجاهد په دې اړه زياته کړې « په ځینو مسلو مو خبرې وکړې چې پاتې وې. دوه امریکايي وګړي په افغانستان کې بندیان دي. موږ مخکې د دوی د خلاصون په اړه خبرې کړې دي. د افغانستان شرایط باید ومنل شي. موږ هم هغه وګړي لرو چې په امریکا کې بندیان دي. د  ګوانټانامو په زندان کې بندیان دي. په بدل کې موږ باید خپل وګړي آزاد کړو. له دې پرته که امریکايي وګړي دوی ته مهم دي، افغان وګړي بيا زموږ لپاره مهم دي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند د سه شنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې د دوو امريكايي بنديانو په اړه ويلي، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ د طالبانو له زندانونو څخه د دوو امریکايي اتباعو د خلاصون په اړه د طالبانو له پلاوي سره «خصوصي»خبرې کړي دي.

د طالبانو ویاند یو ځل بیا د پاکستاني طالبانو مسله د پاکستان کورنۍ مسٸله وبلله او ویې ویل چې اسلام اباد باید د خپلې داخلي مسٸلې پړه پر نورو وانچوي.

پاکستان تل په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د شتون په اړه اندېښنه ښودلې ده. د پاکستان د دفاع وزیر مخکې ویلي وو چې دوی په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو پر پټنځایونو د بریدونو توان لري.