افغانستان

د طالبانو پر ضد د بدخشان د درایم ولسوالۍ اوسېدونوکو لاریون

ولایت بدخشان. عکس از آرشیف.

سرچينې وايي، د بدخشان ولایت د درایم ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو نن چهارشنبه د دغې ولسوالۍ د طالبانو پر ضد لاریون وکړ.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، د طالبانو په ډزو کې يو شمېر لاريون کوونکي ټپيان شوي دي.

سرچينو همداراز ويلي، چې لاريون هغه مهال پيل شو، چې طالبانو د درايم ولسوالۍ په يوه کلي کې د کوکنارو د کروندو په اړولو لاس پورې کړ.

دا په داسې حال کې ده، چې د غويي په میاشت کې د بدخشان په ارګو او درایم ولسوالیو کې د اعتراضونو پر مهال د طالبانو په ډزو کې لږ تر لږه درې تنه لاريون کوونکي وژل شوي وو.