افغانستان

هند د ذکیه وردګ د قضیې په تړاو څلور زرګران نیولي 

هند د افغانستان د پخوانۍ سرکونسلې ذکیې وردګ لخوا د سرو زرو د قاچاق په تور څلور زرګران نیولي دي.

ټایمز اف انډیا راپور ورکړی چې دغه کسان د هند د ګمرک د اطلاعاتو ادارې لخوا نیول شوي دي.

هندي چارواکو ویلي، د دې قضیې په اړه یې وروسته له هغې څېړنې پیل کړې، چې د افغانستان پخوانۍ سر کونسلې  ذکیه وردګ د ممبۍ په هوايي ډګر کې د ۲۵ کیلو ګرامه سرو زرو د قاچاق پر مهال تر پوښتنې لاندې ونيول شوه.

د ورځپاڼې د مخکیني راپور له مخې مېرمن وردګ له متحده عربي اماراتو څخه هند ته سره زر د قاچاق په توګه لېږدول.

خو د هند د ګمرک چارواکو وروسته وویل چې افغان سرکونسله  یې د ډیپلوماتیک مصٶنیت  له امله خوشې کړې ده.

د يادونې وړ ده،  ذکيه وردګ د هندي رسنيو له خوا د سرو زرو د قاچاق په اړه راپورونو تر خپرېدو وروسته،  پر اېکس د خپل استعفاء ليک په خپرولو سره په رسمي توګه د افغانستان د سرکونسلۍ له دندې استعفا وکړه.