د استرالیا د بهرنیو چارو وزیر پیني وانګ د ګلن مايلز پر ځای اماندا مک ګریګور د افغانستان لپاره تازه د اسټرالیا ځانګړې استازې ټاکلې ده.
د استراليا د ماندارين خبري آژانس د راپور له مخې، وانګ په یوه خبرپاڼه کې وویل، «آغلې مک ګریګور، چې په قطر کې ده، د خپلو هفکره هېوادونو سره چې د طالبانو له خوا د بشري حقونو د سرغړونو په وړاندې اقدام کوي او د افغانانو د ملاتړ لپاره به کار وکړي.»
هغه وویل چې د څو نورو سفيرانو ګمارنه اعلانوله، زياته کړې، «زموږ ډیپلوماتان له نړۍ سره د آسټرالیا د ښکیلتیا محرک ځواک دی. دوی په بهر کې د استرالیا ملي ګټو ته وده ورکوي او نفوذ رامنځته کوي.»
آغلې مک ګریګور د بهرنیو چارو او سوداګرۍ په وزارت کې د شاملېدو دمخه د کاناډا په سفارت او د لومړي وزیر د وزارت او کابینې په څانګه کې د لوړ پوړې سلاکارې په توګه دنده ترسره کړې ده.
هغې پنځه کاله د اسټرالیا د دفاع په وزارت کې هم کار کړی او په دې وروستیو کې په لبنان کې د استرالیا سفارت د ماموریت مرستیاله وه.
ښاغلي وانګ زياته کړه، «زه د هغو ډیپلوماټانو څخه چې ماموریت یې پای ته رسېدلی، له کونسلګرۍ او د افغانستان لپاره د پخواني ځانګړي استازي څخه مننه کوم چې د استرالیا د ګټو په وده کې یې مرسته کړې ده.»