افغانستان

طالبانو په بادغیس کې دوه تنه په عام محضر کې په درو ووهل

طالبانو په باغیس ولایت کې دوه تنه د «زنا» په تور په عام محضر کې په درو ووهل.

د طالبانو سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له دواړو هر یو کس «۱۵ درې» وهل شوی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه حکم د طالبانو د ښاري لمړنۍ محکمې له خوا صادر شوی او د سترې محکمې له تاييد وروسته پلي شوی دی.

د يادونې وړ ده، چې طالبانو نن سهار هم په پنجشیر ولایت کې یوکس د «غلا» په تور په عام محضر کې په درو وواهه.

د طالبانو سترې محکمې مخکې ویلي وو چې دغه سړی د دغه ولایت په دره ولسوالۍ کې «۲۵ درو» وهل شوی دی.

د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو او نړیوالو سازمانونو په پرله پسې ډول د طالبانو له خوا د تورنو کسانو پر مجازاتو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې هغوی مدافع وکیل ته له لاسرسي  او قانون ته په پام پرته سزا ورکوي.

په دې وروستیو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه په خپل کلني راپور کې ویلي چې د طالبانو له خوا تورنو کسانو ته سزا ورکولو بڼه «غیر اخلاقي» ده او باید ژر تر ژره ودرول شي.