افغانستان ښځې

امریکا: د دوحې په غونډه کې مو د ښځو د حقونو د مطرح کولو لپاره له ملګرو ملتونو څخه ډاډ ترلاسه کړى

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند ودانت پټل ویلي، متحده ایالاتو له دې مخکې د دوحې په دریمه غونډه کې د افغان ښځو د حقونو د موضوع مطرح  کولو لپاره له ملګرو ملتونو«ډاډ» ترلاسه کړى دى.

هغه تازه په یوه خبري کنفرانس کې ويلي، چې د دوحې په درېمه غونډه کې د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د ځانګړې استازو رینا امیري او توماس ویسټ ګډون په دې معنا دی چې په دې غونډه کې به د افغان ښځو حقونه مطرح شي.

پټل زیاته کړه، «د دوحې په غونډه کې د ښځو او مدني ټولنې د ګډون لپاره فرصتونه برابر شوي دي.»

دا په داسې حال کې ده، چې ملګري ملتونه نن(سه شنبه د چنګاښ١٣)  په قطر کې د افغان ښځو د استازو، د بشري حقونو فعالانو او د مدني ټولنې له استازو سره د یوې ناسته کوربه دى.

غونډه څو شېبې وړاندې د دوحې په ډیپلوماتیک کلپ هوټل کې پیل شوه.

خو یو شمېر افغان او نړیوالو ښځو، د مدني ټولنې استازو او د بشري حقونو فعالانو په دې ناسته کې د ګډون لپاره د ملګرو ملتونو بلنه رد کړې ده.

د ښځو، مدني ټولنو او د بشري حقونو فعالان د افغانستان په اړه د دوحې په دریمه دوه ورځنۍ غونډه کې د ښځو، مدني ټولنو او د بشري حقونو د فعالانو د استازو نه‌شتون په دې ننۍ ناسته کې د دوی د نه ګډون لامل بولي.