افغانستان

طالبانو په پنجشیر کې یو کس په عام محضر کې په درو وواهه

طالبانو په پنجشیر ولایت کې یو کس د «غلا» په تور په عام محضر کې په درو وواهه.

د طالبانو سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه کس د دغه ولایت په دره  ولسوالۍ  کې «۲۵ درې» وهل شوی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه حکم د پنجشیر ولایت د دره ولسوالۍ د طالبانو د لمړنۍ محکمې له خوا صادر شوی او د سترې محکمې له تصویب وروسته نافذ شوی دی.

د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو او نړیوالو سازمانونو په پرله پسې ډول د طالبانو له خوا د تورنو کسانو پر مجازاتو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې هغوی مدافع وکیل ته له لاسرسي او قانون ته په پام پرته سزا ورکوي.

په دې وروستیو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه په خپل کلني راپور کې ویلي چې د طالبانو له خوا تورنو کسانو ته سزا ورکول «غیر اخلاقي» دي او باید ژر تر ژره ودرول شي.