افغانستان

ساکي روانه میاشت کانګرس ته له افغانستانه د وتلو په اړه شاهدي ورکوي

د سپینې ماڼۍ پخوانۍ ویاندې جین ساکي هوکړه کړې، چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټې ته د یوې څېړنيزې مرکې لپاره حاضره شي.

امریکايي رسنیو ویلي چې مېرمن ساکي به په روانه میاشت کې کانګرس ته شاهدي ورکړي.

رسنیو راپور ورکړی، هغه اطلاعات چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو او د کابل د هوايي ډګر په چاودنه کې د ۱۳ امریکايي پوځیانو د وژل کېدو په اړه دي، کېداى شي مخرب سیاسي اطلاعات وي.

دا په داسې حال کې ده، چې مایکل مک کال په پام کې لري  له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه  د بایډن په امر  په امريكا کې د نومبر د پنځمې  ټاکنو  مخکې يو راپور خپور کړي.

د متحده ایالاتو رسنیو راپور ورکړی، چې د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمیټې د څېړنو پلاوي د هغه څه ترمنځ چې بایډن او سپینې ماڼۍ د افغانستانه د وتلو په اړه ويلي او هغه څه چې د پردې تر شا پېښ شوي، ټکرونه موندلي دي.

د راپورونو له مخې، د جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټه کېداى شي جین ساکي د هغه څه تر منځ د احتمالي توپیرونو په اړه تر فشار لاندې راولي  چې سپینه ماڼۍ پرې په خصوصي توګه پوهېده او هغه څه چې په عامه توګه د اړيکو د دفترونو له لارې ویل شوي.

تر دې مخکې د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر مایکل مک کال ساکي ته خبرداری ورکړی و، که له افغانستانه د وتلو په اړه د شاهدي ورکولو لپاره دې کمېټې ته حاضره نه شي نو د هغې د احضارولو لپاره به له هرې لارې کار واخلي.

د يادونې وړ دهک چې د سپینې ماڼۍ پخوانۍ ویانده جین ساکي اوس مهال د «اېم اېس اېن بي سي» خبري شبکې سره  کار کوي.