د طالبانو پلاوي په دوحه کې د افغانستان په اړه د دریمې غونډې په څنډه کې د قطر، ازبکستان او پاکستان له استازو سره څلور اړخېزه ناسته وکړه.
د دوحې په غونډې کې د طالبانو د پلاوي مشر ذبیح الله مجاهد وايي، په څلور اړخېزه ناسته کې د افغان – ټرانس پروژې په اړه خبرې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان – ټرانس د اورګاډي د پروژې لګښت ۴،۸ میلیارده ډالره اټکل شوی، خو هېڅ یو ګټه اخيستونکى هېواد نه دی توانېدلی چې دا بودیجه برابره کړي.
ازبکستان او پاکستان له دې مخکې هڅه کړې وه، چې د دې پروژې د پلي کولو لپاره له نړیوال بانک څخه پیسې ترلاسه کړي؛ خو ياد بانک د طالبانو د رسميت نه پېژندنې له امله د پیسو له ورکولو ډډه کړې وه.
له بلې خوا ویل کیږي چې د افغان – ټرانس اورګاډي د پروژې بشپړ پلي کېدا به لږ تر لږه پنځه کاله وخت ونیسي.
په همدې حال کې د طالبانو ویاند ویلي چې د قطر، ازبکستان او پاکستان استازو په څلور اړخېزه ناسته کې د افغان – ټرانس د اورګاډي د پروژې د ژر پیل او بشپړولو پر اړتیا ټینګار کړى دى.
د يادونې ده، چې د افغان – ټرانس پټلۍ پروژه به ازبکستان د افغانستان له لارې پاکستان او سوٸلي اسیا سره ونښلوي.