افغانستان

د ښځو د سیاسي مشارکت شبکې د کاناډا د دریځ هرکلی وکړ

د افغانستان د ښځو د سیاسي مشارکت شبکې د افغانستان په اړه د دوحې په دریمه غونډه کې د کاناډا د دریځ هرکلی کړی دی.

دغې شبکې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د کاناډا دریځ د عدالت، جنسیتي برابرۍ، بشري حقونو او د ښځو حقونو ته د درناوي په برخه کې ددې هېواد د ملاتړ ښکارندويي کوي.

د ښځو د يادې شبکې په خبرپاڼه کې راغلي، «موږ افغان ټولنیز فعالان او د ښځو د حقونو مدافعان د کاناډا د حکومت له دریځ څخه چې د ښځو، مدني ټولنې او قومي او مذهبي لږکيو د ملاتړ په برخه کې کړي، مننه او قدرداني کوو.»

د افغان ښځو دغه شبکې همداراز د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې له خوا له افغان ولس په وړاندې د طالبانو سره  د چلند په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

کاناډا د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دا «ژوره توګه ناهيلې» ده چې تنظیموونکو د دوحې په دریمه ناسته کې د غیر طالب استازي له  ګډون  څخه بې برخې کړي دي.

د افغان ښځو د سیاسي مشارکت شبکې په خبرپاڼه کې راغلي، «افغان ولس هېڅکله د ښځو څپونکې طالبانو ډلې ته مشروعیت نه ورکوي.»

دا په داسې حال کې ده،  افغانستان په اړه په دوحه کې دریمه ناسته پرون (دوشنه د چنګاښ  ١١مه) د ملګرو ملتونو په کوربه توب او د طالبانو د پلاوي او د هېوادونو د استازو په ګډون پای ته ورسېده.

خو د دوحې د غونډې په اجنډا کې د ښځو، مدني ټولنو استازو او د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ښځو د حقونو په اړه بحث نه و.