افغانستان

پاکستان ۸۰۰ زره نور افغان کډوال وباسي

پاکستان په جبري ډول نور ۸۰۰زره بې اسناده افغان کډوال  وباسي.

د الجزیرې د راپور ورکړى، له پاکستان څخه د ۸۰۰ زره بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پرون( یکشنبه د چنګاښ  ١٠) پیل شوه.

د راپور له مخې، هغه کډوال چې نه غواړي «پخپله خوښه» له پاکستانه ووځي  نيول کیږي او په «جبري»  ډول شړل کیږي.

د عربي ژبې د دغه رسنۍ د معلوماتو له مخې، د تېر کال په نومبر میاشت کې د بې اسنادو کډوالو د ويستنې په لومړي پړاو کې ۵۴۱ زره افغان کډوال له پاکستانه په زوره او په خپله خوښه ایستل شوي وو.

پاکستان د ويستنې د لومړي پړاو تر پیل مخکې ادعا کړې وه، چې په دغه هېواد کې ۴.۴ میلیونه افغان کډوال مېشت دي، چې شاوخوا يو ميليون او۷۳ زره یې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

خو الجزیره لیکي چې د افغان کډوالو د ایستلو امر په هیواد کې د تروریستي بریدونو د زیاتېدو په صورت کې صادر شوی دی. د پاکستاني چارواکو په خبره دغه بریدونه د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د مېشتو ډلو له خوا ترسره کېږي.

طالبانو تل د پاکستاني چارواکو دا ادعا رد کړې ده.

خو په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کميسيون  مشرې فیلیپا کونډلر ویلي، هېواد یې باید د کډوالو له ويستنې مخکې د هغوی ځانګړتیاوې و ارزوي. د هغې په وينا ځکه چې ډیری دا کډوال «نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري.»