افغانستان

ایران په یوه ورځ کې حه باندې یو زر۵۰۰افغان کډوال ایستلي 

په یوه ورځ کې نږدې يو زر٥٠٠ افغان کډوال له ایران څخه په زور او خپله خوښه ویستل شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې د کډوالو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په یوه ورځ (جمعه، د چنګاښ  ۸مه) ۱زر۴۱۸ افغان کډوال له ایرانه ایستل شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه کډوال د نیمروز ولایت د ورېښمو پل له لارې افغانستان ته داخل شوي دي.

په دغو کډوالو کې کورنۍ شاملې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان د افغان کډوالو د «جبري» شړلو دویم پړاو پیل کړی او ایران د افغان کډوالو د ایستلو بهیر ګړندی کړی دی.