د دوهمې ورځې د اجنډا له مخې، په سياسي چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله او د دې غونډې کوربه روزمري ډي کارلو به د غونډې له پيلېدو وروسته وینا وکړي.
د آغلې ډي کارلو له وینا وروسته به د طالبانو د ګډون کوونکي پلاوي مشر ذبیح الله مجاهد وینا وکړي.
په همدې حال کې په کاناډا کې مېشتو یو شمېر افغانانو د نړۍ له هېوادونو د دوحې د غونډې د غندنې غوښتنه کړې ده.
اعتراض کوونکو افغانانو په یوه پرېکړه لیک کې ویلي، «د دوحې د ناستې هر ډول پایلې د افغان ښځو او مدني ټولنې د استازو د نه شتون له امله باطلې دي.»
دا په داسې حال کې ده، چې ښځو او د بشري حقونو سازمانونو او فعالانو د دوحې د غونډې په اجنډا کې د بشري حقونو؛ په ځانګړې توګه د ښځو د حقونه او د هغوی د استازو نشتون له امله پراخ اعتراضونه کړي او ياده غونډه يې «غندلې» ده.