افغانستان

طالبانو په غزني کې یو تن په عام محضر کې په درو وهلى

طالبانو د غزني ولایت په مالستان ولسوالۍ کې یو تن په عام محضر کې په درو وواهه.

د طالبانو تر واک لاندې د سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کس د یکشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۰) د «زنا» په تور په ۳۹ دورو محکوم شو.

طالبانو د دغه کس د هويت په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

د بشري حقونو ډلو په عام محضر کې د طالبانو لخوا د خلکو په  پرله پسې جسمي مجازاتو سختې نیوکې کړې دي.

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ هم په دې موضوع نيوکه کړې او ويلي دي چې په دې  وروستیو اوونیو کې په عام محضر کې خلکو ته سزا ورکولو زياتوالى موندلى دى.

طالبانو په تېرو دریو کلونو کې په عام محضر کې سلګونه کسان د بېلابېلو تورونو په تور په عام محضر کې په درو  وهلي دي.