افغانستان

مجاهد: روسیې د طالبانو د دریځ ملاتړ وکړ

د ذبیح الله مجاهد په مشرۍ د طالبانو یوه پلاوي د دوحې د غونډې په څنډه کې د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره وکتل.

د طالبانو پلاوي د ازبکستان له ځانګړي استازي سره هم کتلي دي.

ذبیح الله مجاهد ویلي چې روسیې د دې ليدنې پر مهال د افغانستان د دریځ ملاتړ وکړ.

هغه په وينا، دواړو لورو د دوه اړخېزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړې.

 د طالبانو پلاوي  د دوحې په دریمه غونډه کې د ذبیح الله مجاهد په مشرۍ ګډون کړى.

په غونډه کې د طالبانو ګډون د افغان ښځو او د بشري حقونو فعالانو د سختو نیوکو لاندې راغلى دى.