افغانستان

دوحه د افغانستان په اړه د دریمې غونډې کوربه ده

ټاکل شوې د افغانستان په اړه د دوحې د غونډې لومړۍ ورځ نن( یکشنبه، چنګاښ ١٠)  پر ځايي وخت د ماښام په ۶:۴۵دقيقو پیل شي.

د دوحې د غونډې له ځای د آمو خبريال وايي، چې د غونډې لپاره سخت امنيتي تدابير نيول شوي او امنيتي مسوولينو پلټنونکي سپي ځای ته راوستی دي.

هغه وايي چې اوس د هېوادونو او سازمانونو ځانګړي استازي په شخصي ناستو او خبرو اترو بوخت دي.

د دوحې د غونډې د اجنډا له مخې به په سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله روزمیري ډي کارلو وینا وکړي، ورپسې به د کوربه هېواد په توګه د قطر استازی او له هغه  وروسته به  د طالبانو د پلاوي مشر ذبیح الله مجاهد غونډې ته وینا وکړي.

د اجنډا پر بنسټ،له يادو اشخاصو د وينا وروسته هرځانګړی استازی کولی شي د موضوع په اړه د دریو دقیقو لپاره خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې غونډې کې د ګډون لپاره  نږدې د ټولو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي دوحې ته رسېدلي دي.

دا غونډه د دوحې په رټز کارلټن هوټل کې ترسره کېږي.