د نړۍ په ګوټ ګوټ کې افغان اعتراض کوونکو ښځو د دوحې غونډه له ترهګرو سره د نړۍ جوړجاړى بللى او له دا غونډه يې غندلې ده.
دې میرمنو ملګرو ملتونو ته خبرداری ورکړی چې د دوحې غونډې ته د طالبانو بلنه د افغانانو د ارادې له پامه غورځول دي.
د اعتراض کوونکو ښځو په پرېکړه لیک کې راغلي: «طالبان یوه ترهګره، جنایتکاره ډله ده او هیڅ ډول سیاسي او قانوني مشروعیت نلري.
په تیرو دریو لسیزو کې دوی د ګواښ، ترهګرۍ او پوځي تاوتريخوالي له لارې سیاسي واک ترلاسه کړی دی.»
دغه اعتراض کوونکې مېرمنې زياتوي «له طالبانو سره د خبرو اترو تر نامه لاندې هر ډول تفاهم له جنګي مجرمینو، د بشریت ضد جنایتونو له عاملینو، د جنسیتي تبعیض له عاملینو او د افغان ولس د انساني ارزښتونو لکه عدالت، وقار او ازادۍ د قسم خوړلو دښمنانو سره ښکاره جوړجاړى دی.»
دغو مېرمنو ملګرو ملتونو، د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو او د دوحې په غونډه کې برخه والو ته هم خبرداری ورکړ چې له طالبانو سره جوړجاړى “د ټولو بشري ارزښتونو او بشري حقونو څخه سرغړونه ده” چې دوی يې پخپله د تأمين ادعا کوي.
اعتراض کوونکو مېرمنو پر ملګرو ملتونو او نورو هېوادونو غږ وکړ چې له طالبانو څخه د افغان ولس په وړاندې د خپلو خبرو لاره بدله کړي.
د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د افغان اعتراض کوونکو مېرمنو همدا راز پر ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د طالبانو تر وان لاندې افغانستان کې د جنسیتي تبعيض د «جرم» په توګه ثبت کړي.
د دې پرېکړه لیک په يوه برخه کې راغلي، «په افغانستان کې طالبان په سیستماتیک ډول په افغانستان کې د نورو مذهبونو په ردولو او تر پښو لاندې کولو سره نسل وژنه تعقيبوي.»
يادو مېرمنو همداراز د طالبانو پر غړو او د هغوی د حکومت پر ضد د نړیوالو بندیزونو غوښتنه وکړه.
افغان اعتراض کوونکې مېرمنې وايي، د نړۍ نورو هېوادونو ته د طالبانو د غړو هر ډول سفر د «نړیوالې ترهګرۍ» د خپراوي لپاره د ګمارنې په معنا دی.
دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په کوربه توب په دوحه کې غونډه په راتلونکو څو ساعتونو کې په قطر کې جوړه شي.
د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ښځو، بشري حقونو او د نجونو زده کړه د دوحې په اجنډا کې نه ده شامله شوې؛ خو د ملګرو ملتونو وياند ويلي، چې د افغان ښځو او مدني ټولنې فعالان به په دريمه ورځ (د اصلي غونډې له پاى ته رسېدو وروسته) د يو شمېر هېوادونو او سازمانونو له استازو سره وګوري.