افغانستان

پاکستان او ایران په یوه ورځ کې له ۲۴۰ ډېرې کډوالې کورنۍ ايستلي

تصویر از آرشیف

په یوه ورځ کې څه باندې ۲۴۰ افغان کډوالې کورنۍ له پاکستان او ایران څخه ویستل شوې او هېواد ته راستنې شوې دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې د باختر خبري اژانس راپور ورکړی، چې پرون(د جمعه چنګاښ ٨) ۲۴۶ افغان کډوالې کورنۍ له پاکستان او ایران څخه په زوره او په خپله خوښه ویستل شوې دي.

په راپور کې ویل شوي، دغه کډوال د ننګرهار، کندهار، نیمروز او هرات ولایتونو له لارو افغانستان ته داخل شوي دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې دا خبري آژانس زياتوي، چې ۷۹ کورنۍ د تورخم  او ۳۰ کورنۍ د سپین بولدک له لارې هېواد ته داخلې شوې دي.

د ياد راپور له مخې، ۵۵ کورنۍ د نیمروز ولایت د ورېښمو پل له لارې افغانستان ته او همدارنګه ۸۲ نورې کډوالې کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لارې افغانستان ته داخلې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کډوالۍ نړیوال سازمان (آې او اېم) په یوه راپور کې ویلي چې په تېره یوه اوونۍ کې ۳۴ زره افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه هېواد ته ستانه شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې پاکستان د افغان کډوالو د جبري ايستلو دویم پړاو پیل کړی او ایران هم  د بې اسنادو کډوالو د ایستلو بهیر ګړندی کړی دی.