افغانستان

طالبانو په پکتیکا کې درې تنه په عام محضرکې درو وهلي

طالبانو په پکتیکا کې درې تنه د «نامشروع  اړیکو او غلا» په تور په عام محضر کې په درو ووهل.

د طالبانو سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې تورنو کسانو ته د دغه ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې سزا ورکړل شوه.

د طالبانو د سترې محکمې د حکم له مخې، دوی دوه تورن په ۳۰ درو او یو بل تورن د غیر قانوني اړیکو په تور په ۱۱ دورو محکوم کړل.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پرېکړه د پکتيکا ولايت د يوسف خېلو ولسوالۍ د طالبانو د ابتدايي محکمې له خوا صادره شوه او د سترې محکمې تر تاييد وروسته نافذ شوه.

د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو او نړیوالو سازمانونو په وار وار د طالبانو له خوا د تورنو کسانو پر مجازاتو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دوی مدافع وکیل ته له لاسرسي او قانون په پام کې نيولو پرته سزا ورکوي.

په دې وروستیو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه په خپل کلني راپور کې ویلي چې د طالبانو له خوا تورنو کسانو ته سزا ورکول «غیر اخلاقي» دي او باید ژر تر ژره ودرول شي.

د يادونې ده، چې طالبانو د غبرګولي په ۱۴ مه په پلخمري ښار کې د ۱۴ ښځو په ګډون ۶۳ کسان مجازات کړل.