د نړۍ او افغانستان یو شمېر نامتو او مخکښو ښځو د ملګرو ملتونو سرمنشي ته په یوپرانیستی لیک د دوحې په درېیمه غونډه کې د ښځو د فعال ګډون غوښتنه کړې ده.
دوی په لیک کې ویلي چې «د دوحې په دریمې غونډې کې د ښځو نشتون ظالمانه دی» چې ددوى د حقونه تر پښو لاندې کولو او د ښځو څنډې ته کولو سبب ګرځي.
په لیک کې راغلي: «د دوحې له غونډې څخه د ښځو ایستل د ملګرو ملتونو له منشور، پرېکړليکونو او کنوانسیونونو سرغړونه ده.»
د نړۍ او افغانستان دغه مخکښې مېرمنې وايي، د افغان ولس د کړاوونو کمول اړین دي او له همدې امله له دغه هېواد سره د بشري مرستو مننه کوي.
دغو میرمنو ټینګار وکړ چې د «بشرپالنې» اصطلاح باید طالبانو ته اجازه ورنکړي چې «پراخ مشروعیت»ترلاسه کړي.
په لیک کې راغلي: «دا د نړیوالې ټولنې لپاره یوه ټاکوونکې شېبه ده چې د خبرو اترو په مېز کې د افغان میرمنو په شتون باندې په ټینګار سره د افغان میرمنو او نجونو په وړاندې خپله زوال نه منونکې ژمنتیا وښيي.»
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو پرافغانستان د واک تر لاسه کولو راهيسې له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځيو، لوړو زده کړو او پوهنتونونو څخه منع کړي او په عامه ځایونو کې یې د ښځو پر شتون، کار او فعالیتونو او ازادۍ سخت بندیزونه ولګولي دي.