افغانستان

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: توماس ویسټ او رینا امیري به د دوحې په غونډه کې ګډون وکړي

متیو مېلر، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو مېلر وویل، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ او رينا امیري به د دوحې په دریمه غونډه کې ګډون وکړي.

مېلر په یوه خبري غونډه کې ويلي چې د دوحې په غونډه کې د امریکا د حضور موخه دا ده چې د طالبانو ترڅنګ له نړیوالې ټولنې هم وغواړي چې له ښځو سره د چلند په برخه کې خپلې ژمنې پوره کړي.

هغه په ​​دې خبري غونډه کې وویل، «طالبان باید د دوحې په تړون کې خپلې ژمنې پوره کړي.»

ټاکل شوې چې، د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه غونډه په درې ورځو کې په قطر کې د ۲۷ هېوادونو د استازو، د طالبانو د یوه پلاوي او د ملګرو ملتونو په کوربه توب جوړه شي.

ملګرو ملتونو په یوه خبرپاڼه  کې ویلي چې د سیاسي چارو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله روزمیري ډی کارلو به د دې غونډې کوربتوب په غاړه ولري.

د راپورونو له مخې له طالبانو سره د ملګرو ملتونو تر خبرو وروسته د دوحې د دریمې غونډې اجنډا د خصوصي سکتور او بانکدارۍ، د نشه یي توکو پر وړاندې پر مبارزه او له طالبانو سره د نړۍ د اړیکو پر څرنګوالي متمرکزه ده.

خو د ملګرو ملتونو د یوې تازه خبرپاڼې له مخې، مېرمن ډی کارلو وايي، د دې غونډې موخه « د نړیوالو ژمنو سره سم له نړۍ سره د افغانستان ادغام» دى.

نوموړې دغه راز په خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې «طالبان باید د افغانستان نړیوالې ژمنې عملي کړي.»