سویلي آسیا

د تحریک طالبان پاکستان د دفاعي شورا مشر په بلوچستان کې ونیول شو

پاکستاني رسنیو د چهارشنبې په ورځ (چنګاښ ٦) په بلوچستان کې د تحریک طالبان پاکستان د دفاعي شورا د مشر نصرالله محسود د نیول کېدو خبر ورکړ.

جیو نیوز د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ضیاالله لانګوو په یوه راپور کې لیکلي چې نصرالله محسود چې مستعار  نوم يې منصور دى او د دې شبکې یو بل غړی په بلوچستان کې په عملیاتو کې نیول شوي دي.

ښاغلي لانګوو د هند حکومت د پاکستاني طالبانو په ملاتړ تورن کړ.

د جیونیوز د راپور پر بنسټ په هغه ويډيو کې چې تحریک طالبان پاکستان د دفاعي شورا د مشر څخه د اعتراف پرمهال اخيستل شوې هغه ویلي چې هند او افغان طالبان د دغې ډلې ملاتړ کوي.

ښاغلی محسود وايي: «زه په تایید سره ویلای شم چې د تحریک طالبان پاکستان ټول نظام په ځانګړې توګه د مالي سیستم ترشا هند ولاړ دی.»

هغه زیاتوي چې افغان طالبان نه یوازې د پاکستان تحریک طالبان مالي ملاتړ کوي،،،بلکې هغوی ته روزنه او بشري سرچينې هم ورکوي.

په دغه راپور کې له افغانستان سره په سرحدی سیمو کې د پاکستاني طالبانو د ډلې د دغه لوړپوړي غړي د یو لړ پوځي عملیاتو یادونه هم شوې ده.

افغان طالبانو تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی،،، خو په وړاندې یې تل د پاکستاني طالبانو څخه د ملاتړه خبره رد  کړې ده.