افغانستان

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بې ځایه شویو او کډوالو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره یوه کمېټه جوړه کړه

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو صندوق وايي، د هېواد د بې کډوالو او بې ځایه شویو د اړتياوو د پوره کولو لپاره یې یوه کمېټه جوړه کړې ده.

دغه صندوق وايي، د دغې کمېټې له جوړېدو څخه یې موخه د زرګونو بې ځایه شویو کورنیو د اړتیاوو پوره کول، له ګاونډیو هېوادونو څخه د راستنېدونکو او په نشه يي توکو د روږدو کسانو د وضعیت په وړاندې چمتوالى دى.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو صندوق نن (چهارشنبه، د چنګاښ  ۶مه) همدارز پر اېکس  ويلي چې تر اوسه یې له ۱۷ سازمانونو او هېوادونو څخه ۲۳۰ میلیونه ډالره مرسته ترلاسه کړې ده.

په دغه خبرپاڼه کې ويل شوي چې دغه صندوق په افغانستان کې له پنځو ميليونو وګړو سره بشري مرستې کړې دي.

دغه بنسټ زیاتوي: «افغانستان له بشري ناروينونو او موسمي بدلونونو له خطر سره مخ دی».

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د صندوق د څرګندونو پر بنسټ، په اوسني وضعیت کې تر ټولو زیات زیان ښځې او ماشومان زغمي.

دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام تر دې مخکې په یوه راپور کې ویلي وو، چې د افغانستان یو پر څلورمه برخه خلک هره ورځ په لوږې ويده کېږي او په دغه هېواد کې له ۱۲ میلیونو ډېر خلک نه پوهېږي چې خپل راتلونکی خواړه له کومه ځايه ترلاسه کړي.