د پاکستان په کراچۍ ښار کې په تېرو درېو وارځو کې د سختې ګرمۍ له امله لږ تر لږه څلوېښت تنه مړه شوي او لسګونه نور د ګرمۍ وهلي دي.
ایکسپریس ټریبیون راپور ورکړی چې ډیری مړي په سړکونو یا دسړکونو په غاړو کې د نشه يي توکو د کاروونکي دي او ظاهرا په ښار کې د سختې ګرمۍ له امله مړه شوي.
په عين حال کې په پاکستان کې د مرستندويه موسسو مسٶلين وايي چې په تېرو درېيو ورځو کې په دغه ښار کې سړوخونو ته د راوړل شويو مړو د جسدونو شمېر زيات شوى دى.
د ادهي می انسټیټیوټ مشر فیصل اعدي وويل: «زموږ په دریو سړو خونو کې چې مړي په کې ساتل کېږي، د مړو په شمیر کې درې چنده زیاتوالی راغلی، او د جون له ٢٣ راهیسې، موږ په د مړو د ساتنې خونه کې لږترلږه ٤٠ مړي ترلاسه کړي دي.»
د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې د دوشنبې په ورځ د تودوخې درجه ۴۲ درجې سانتي ګرډ ثبت کړه، چې د کراچۍ په څېر د ساحلي ښار لپاره ډېره لوړه ده.