ورزش

 د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د بنګله دېش سره د لوبې لپاره میدان ته ښکته شوه

د هېواد د کرېکټ ملي لوبډله نن سهار (سه شنبه، د چنګاښ  ۵مه) د بنګله دېش لوبډلې سره د لوبې لپاره میدان ته ښکته شوه.

دا لوبه په ویسټ انډیز کې د کرېکټ د ۲۰ اوریزه نړیوال جام سیالیو په چوکاټ کې ترسره کېږي.

د يادونې وړ ده، چې د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړو بنګله دېش ته د ۱۱۶ منډو هدف ټاکلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې یوازې ۵ وېکټې له لاسه ورکړي.

تر دې وړاندې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې استرالیا ته د ۲۲ منډو په توپیر ماتې ورکړې وه، چې  د هېواد د کرېکټ د ملي لوبډلې ستره بریا بلل کیږي.