د افغانستان د حالاتو په اړه د دوحې د درېیمې ناستې په درشل کې د طالبانو د مخالفينو څلورمه ناسته نن دوشنبه (د چنګاښ ۴مه) په ویانا کې پیل شوه.
د ملي مقاومت د جبهې مشر احمد مسعود، د افغانستان د ازادۍ جبهې د رهبرۍ غړي محمد محقق، د ملي امنیت پخوانی سلاکار رنګین دادفر سپنتا، د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي، د ولسي جرګې پخوانۍ غړى محمد عالم، د مشرانو جرګې پخوانی مرستیال ایزدیار او نورو افغان سیاسي شخصیتونو په دې غونډه کې برخه اخیستې ده.
رنګین دادفر سپنتا د غونډې له پیل مخکې وویل چې د دې غونډې جوړېدل «په افغانستان کې د ټاکنو، ازادۍ او سولې په برخه کې د سیاسي قوتونو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کول دي».
په ورته وخت کې احمد مسعود وايي، د دې غونډې د جوړېدو موخه د افغانستان لپاره د حل لارې موندل دي.
په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته د پخواني حکومت زیات شمېر سیاستوال او چارواکي له افغانستانه ووتل.
دوی په بېلابېلو غونډو کې د طالبانو پر وړاندې د یوې متحدې جبهې پر جوړولو ټینګار کړی دی.
د هېواد دغو پخوانیو چارواکو او سیاستوالو د افغانستان له خلکو؛ په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو سره د طالبانو پر چلند نیوکه وکړه.