د پکتيا په څمکنیو ولسوالۍ کې د ځمکې ښويېدو له امله د يوې کورنۍ اووه غړي مړه شوي دي.
د طالبانو تر ادارې لاندې ملي ټلویزیون خبر ورکړی، چې دغه ناڅاپي پېښه پرون یکشنبه (د چنګاښ ۳مه) په دغه ولایت کې رامنځته شوې ده.
په پکتیا ولایت کې د طالبانو د سیمه ییزو چارواکو په وینا، په دې پېښه کې دوه ښځې او پنځه ماشومان مړه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې په وروستيو مياشتو کې د سيلابونو، زلزلې او د ځمکې ښويېدنې په ګډون طبيعي پېښو ګڼو خلکو ته مرګ ژوبله اړولې ده.