نړۍ

په امریکا کې له ډزو له امله ۱۳ کسان ټپیان شوي دي

د امریکا د الاباما ایالت په مونټګومري ښار کې په یوه محفل کې د ډزو له امله دیارلس تنه ټپیان شوي دي.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، دا پېښه پرون (یکشنبه، د جون ۲۳مه) په ځايي وخت شوې ده.

د دغو راپورنو پر بنسټ ٤تنه د دغو ډزو له امله د رامنځته شوې ګډوډۍ او لږ تر لږه نهه تنه د ډزو له امله ټپيان شوي دي.

د امريکا پوليسو ويلي دي چې په دې پېښه کې د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت نازک دى، خو  د دې ډزو د انګيزې په اړه يې څه نه دي ويلي.

د امریکايي پولیسو په وینا په دې پېښه کې تر ۳۵۰ زیاتې مرمۍ کشف شوې دي.

د امریکا د متحده ایالاتو پولیسو ویلي دي: «د ډزو له امله نهه تنه، د پېښې له ځایه د تیښتې پر مهال درې تنه له موټرو سره  دټکر له امله او یو تن د ښيښې سره د لګېدلو له امله ټپيان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې په امریکا کې د ډزو پېښې زیاتې شوي دي.