ورزش

د اسټرالیا پر وړاندې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د تاریخي بریا په اړه غبرګونونه

د اسټرالیا پر وړاندې د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې خارق العاده بریا د افغانانو او سیاستوالو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې له بریا وروسته د خوست، ننګرهار او کابل په ګډون د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې خلک سړکونو ته راووتل او دغه بریا یې ونمانځله.

په ورته وخت کې د هېواد یو شمېر سیاستوالو د ټولنيزو رسنيو پر پاڼو د دغې بریا هرکلی کړی دی.

د افغانستان د پخواني حکومت د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د هېواد د یو شمېر هغو اتباعو چې د افغانستان درې رنګه بیرغ یې رپولى او د بریا د جشن پر مهال یې د طالبانو بیرغ نه نندارې ته ندى وراندې کړى، ستاينه کړې ده.

هغه وايي: «زه د خوست له خلکو مننه کوم چې د بریا د جشن پر مهال یې د طالبانو بیرغ رد کړى، دواړه  چارې عالي او د ستاینې وړ دي.»

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د دې بریا هرکلی کړی او دا یې د هېواد د خلکو د خوښۍ لامل بللې ده.

ښاغلي کرزي وویل: «زه خپلو ټولو ګرانو هېوادوالو ته د دې بریا مبارکي وایم، د کرېکټ د ملي لوبډلې لوبغاړو ته د لا بریاوو هیله کوم.»

د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي هم دا بریا یوه د ویاړ شېبه بللې ده.

د هېواد د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل ویلي، چې دا یوه په زړه پورې او له ویاړه ډکه بریا ده.

افغانستان نن (یکشنبه،چنګاښ  درېمه) د کرېکټ شل اوریزو نړیوال جام په سیالیو کې د لومړي ځل لپاره استرالیا ته ماتې ورکړه.

د يادونې وړ ده، چې د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې دغه لوبه د ۲۱ منډو په توپیر وګټله.