افغانستان

طالبانو له «ترهګرۍ» سره د مبارزې په اړه د لاروف د خبرو هرکلی کړی دی

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر د وروستیو څرګندونو هرکلی کړی دی.

په دغه خبرپاڼه کې چې د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند قهار بلخي له خوا پر اېکس خپره شوې، راغلي دي: «اسلامي امارت چمتو دی چې له ټولو خواوو سره پر ګډو مسایلو د يو مسٶل حکومت په توګه د هر اړخېزه او دوامدار بحث وکړي.»

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف د ډلييز امنیت تړون د سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې په څنډه کې ويلي چې د دې سازمان غړي له طالبانو سره د دوامداره، لا باثباته او بنسټیزو خبرو په ترسره کولو کې همغږي دي.

هغه د خپلو خبرو په یوه برخه کې ويلي چې طالبان له «ترهګرو» ډلو سره په جګړه کې دي او په دې جګړه کې مرسته کول «بنسټیزه توګه مهم» دي.

هغه زیاته کړه چې د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان کې د «ترهګرو» ډلو لکه داعش او القاعده شبکې اصلي مرکرونه شتون لري.