افغانستان

لاروف: د داعش او القاعدې اصلي مرکزونه په افغانستان کې دي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف وايي، د داعش او القاعده د « ترهګرو ډلو» اصلي مرکزونه په افغانستان کې دي.

خو طالبانو تر دې مخکې په افغانستان کې د دوی تر واکمنۍ لاندې د ترهګرو ډلو شتون رد کړی دی.

د تأس خبري اژانس د راپور پر بنسټ، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د طالبانو تر ادارې لاندې له افغانستان څخه ګواښونه دوام لري.

د دغه راپور له مخې، سرګي لاوروف په یوه غونډه کې خبریالانو ته وویل: د« ډله ییز امنیت د تړون غړي هېوادونه په دې همغږي دي چې له طالبانو سره دوامداره او د پروژې پر بنسټ خبرو ته اړتيا ده.»

د يادونې وړ ده، چې د روسيې د بهرنيو چارو وزير دغه څرګندونې د ډله ييزو امنيت تړون د سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو د شورا له غونډې وروسته کړې دي.

هغه زیاته کړې :«په ټولیزه توګه، موږ د طالبانو له حکومت سره چې په حقیقت کې د افغانستان په واک په لاس کې لري، د حقیقي پروژو د پلي کولو په هدف د لا باثباته، دوامداره او بنسټیزو خبرو اترو د رامنځ ته کولو پلوي یو. دا د بحثونو په جریان کې غالب نظر و چې زه یې نن درته بیانوم.»

په عین حال کې ښاغلي لاروف ویلي دي چې له افغانستانه  ګواښونه دوام لري؛ ځکه چې د داعش او القاعدې «ترهګرو» ډلو مرکزونه اوس هم هلته (د طالبانو تر واک لاندې افغانستان) کې شتون لري.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل: «طالبان له دغو ترهګرو ډلو سره جګړه کوي او موږ په دې جګړه کې ددور سره مرسته کول اړين ګڼو.»

په همدې حال کې د پاکستان او ایران ځینو جګپوړو چارواکو هم په افغانستان کې د طالبانو تر ادارې لاندې د ترهګرو ډلو پر شتون اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دغه ډلې د سیمې امنیت ته ګواښ دی.

د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د القاعده شبکې اوسني مشر سیف العدل هم په یوه پیغام کې د دغې شبکې له غړو غوښتي وو، چې د روزنې او د خپلو ليکو د پیاوړي کولو په موخه افغانستان ته سفر وکړي او له طالبانو الهام واخلي.