افغانستان

طالبان: د ارزګان اوسېدونکو ۶۹ جریبه ځمکه د ښوونځي لپار ځانګړې کړه

د طالبانو تر ادارې لاندې د پوهنې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې، چې د ارزګان ولایت اوسېدونکو ۶۹ جریبه ځمکه د ښوونځیو د جوړولو لپاره ځانګړې کړې ده.

د طالبانو تر ادارې لاندې دغه وزارت ویلي چې پر دغو ځمکو به ۴۲ مدرسې او ۴ ښوونځي جوړ کړي.

د دغې خبرپاڼې له مخې، د دغو ځمکو ارزښت ۷ميليونه ۸۷۰ زره افغانۍ اټکل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو له شاوخوا دریو کلونو راهیسې له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې له ښوونځيو او همدارنګه ښځینه زده کړيالانې پوهنتونونو ته له تګ څخه منع کړي دي.

 د هېواد یو شمېر اوسېدونکو په وار وار طالبانو پر دې تګلارې نیوکې کړې او ويلي يې دي، چې زده کړه د دوی د ماشومانو اسلامي او اساسي بشري حق دی.

خو طالبانو تر دې دمه د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې په خپله تګلاره کې کوم بدلون نه دی راوستی.