افغانستان

د بشري حقونو او سياسي فعالان: د دوحې له غونډې د ښځو ایستل له افغان ښځو سره خیانت دی

The venue of second Doha meeting on Afghanistan in Feb. 2024. File photo.

ګارډین د بشري حقونو د ځینو ډلو او سیاستوالو په حواله راپور ورکړی چې د دوحې له دریمې غونډې څخه د ښځو ایستل له افغان ښځو او نجونو سره «خیانت» دی.

ګارډین لیکلي دي چې طالبان نه غواړي چې د دوحې په غونډه کې ښځې ګډون وکړي.

په همدې حال کې د بشري حقونو د څار سازمان مخکې ویلي وو چې ملګرو ملتونو د دوحې د درېیمې غونډې له اجنډا څخه په پراخه کچه د ښځو د حقونو بحث لرې کړی دی.

ګارډین همداراز لیکلي دي چې د جون په ۳۰مه په قطر کې د افغانستان په اړه د دوحې د غونډې له اجنډا څخه د ښځو حقونه حذف شوي دي.

خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه  پلاوي دفتر (یوناما) مشرې روزا اوتونبایوا پرون (جمعه د چنګاښ ۱) د امنیت شورا په غونډه کې وویل چې د دوحې د غونډې په دویمه ورځ به ښځې هم ګډون وکړي.

د يادونې وړ ده، چې پر افغانستان د طالبانو د واک ته رسېدو راهيسې پر ښځو ډېر سخت بنديزونه او محدوديتونه ولګول شول.

کابو درې کاله کېږي چې د طالبانو د شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ د ښوونځيو دروازې تړلي او همداراز دوى پوهنتونونو ته د نجونو او ښځو پر تګ هم بندیز لګولی دی.

له بلې خوا طالبانو په عامه ځایونو کې د ښځو پر حضور سخت بندیزونه لګولي دي، چې پکې حمامونو، سينګارتونونو او پارکونو ته تګ هم شامل دی.

تازه، طالبانو د اوسنیو ښځینه کارمندانو معاشونه، او همدارنګه هغه میرمنې چې په کور کې نظر بندې دي او د طالبانو لخوا دفترونو ته د تلو اجازه نه لري، ٥،٠٠٠ افغانیو ته راټیټه کړې.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د افغانستان په اړه د دوحې غونډه له لسو ورځو څخه په کمه موده کې په قطر کې د هېوادونو د ځانګړيو استازو او احتمالاً د طالبانو د استازي په ګډون جوړه شي.