افغانستان

طالبانو او ایران د اسرائیلو پر ضد د«ګډ اقدام» په اړه خبرې کړي دي

لانګ وار ژورنال راپور ورکړی چې طالبانو او ایران د اسرایلو پر ضد او د حماس ډلې په ملاتړ د «ګډ اقدام» په اړه خبرې کړي دي.

دغې مجلې لیکلي، چې دا خبرې د ایران د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر علي باقري کني او د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر امیر خان موتقي ترمنځ په ټلیفوني اړیکه کې شوې دي.

په همدې حال کې د دغه راپور پر بنسټ، ایران هم د افغانستان د جمهوري ریاست او امریکا پر ضد د دوی په شل کلنه جګړه کې له طالبانو سره همکاري کړې ده.

د دې راپور پر بنسټ، له دې وړانړې يو خبريال، چې د لبنان له الاخبار ورځپاڼې سره يې کار کاوه، د جون په دیارلسمه په یوه مرکه کې ادعا کړې وه چې طالبانو تهران ته خبر ورکړی چې د اسرائیلو پر ضد جګړې ته د زرګونو پوځیانو استولو ته چمتو دی.

دغې مجلې لیکلي چې تهران د ایران د پخواني ولسمشر ابراهیم رئیسي د جنازې په مراسمو کې د نورو لوړ پوړو غونډو ترڅنګ د طالبانو او حماس د غړو ترمنځ د بېلابېلو غونډو کوربه توب کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د اپریل په دیارلسمه پر اسرائیلو باندې د ایران له توغندیز او ډرون برید وروسته طالبانو په چټکۍ سره د اسرائیلو په اړه د ورته ایراني ادبیاتو په کارولو سره د دغه عمل په ملاتړ یوه اعلامیه خپره کړه.

د يادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له بيا واک ته رسېدو وروسته د ايران او طالبانو ترمنځ اړيکې د پخوا په پرتله ښې شوې دي؛ خو دغه هېواد لا هم طالبان د افغانستان د مشروع حکومت په توګه نه دي پېژندلي.