نامتو ایرانۍ اداکاره ګلشفته فراهاني په افغانستان کې د «جنسيتي تبعیض» په رسميت پیژندلو کمپاین کې برخه اخیستې ده.
آغلې فراهاني وویل چې د طالبانو تر واک لاندې ښځې او ایراني ښځې د «افراطي جنسيتي ظلم» سره مبارزه کوي.
مېرمن فراهاني نن (د غبرګولي ۳۱مه) په خپل انسټاګرام پر پاڼه له دغه کمپاین سره د یوځای کېدو اعلان وکړ.
هغه لیکلي چې د طالبانو او اسلامي جمهوریت ظلمونه د «جنسیتي تبعیض یوه بېلګه» ده.
تر دې وړاندې د هالیووډ مشهورې اداکارې انجلینا جولي هم د بې عدالتۍ پر وړاندې د افغان مېرمنو ستاینه کړې وه.