د هند په سویل کې د تاميل ناډو د حکومت ویاند اعلان کړی چې د ککړو الکولي څښاکو د استعمال له امله ۳۱ تنه مړه شوي او ۶۰ تنه نور روغتون ته وړل شوي دي.
د تاميل حکومت د يوې خبرپاڼې له مخې، شاوخوا سل کسان د تامل پلازمېنې څخه ٢٥٠ کيلومتره ليرې روغتون ته وړل شوي، چې د معدې درد او زړه بدي درلوده.
د تامل ایالت د حکومت د څرګندونو پر بنسټ، د دغې پېښې له امله د دغه ایالت د ۱۰ چارواکو دندې ځنډول شوې دي.
د تامیل پولیسو ویلي، چې دوی یو کس له ۲۰۰ ليټره الکولي څښاکو سره چې له میتانول سره ګډ و، نیولی دی.
تېر کال په تامیل ایالت کې لسګونه کسان د غیر صحي الکولي څښاکو د استعمال له امله وژل شوي وو.