د پاکستان ډان ورځپاڼې د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه مقاله کې لیکلي چې د افغان کډوالو جبري ایستل د حل لاره نه ده.
په مقاله کې راغلي چې د تېر کال له اکتوبر مياشتې راهيسې له پاکستان څخه د افغان کډوالو شړل د اندېښنې وړ دي.
د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه خبرپاڼه کې د خوړو نړیوال سازمان ویلي چې په تېرو اتو میاشتو کې له نیم میلیون ډېر افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي او دغه کسان افغانستان ته له ستنېدو وروسته له ناوړه وضعیت سره مخ دي. ډیری یې د دویم ځل لپاره بې ځایه شوي دي.
ډان ورځپاڼې لیکلي، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولو له لارې د ترهګرو ډلو تګ راتګ د کډوالو د شتون له پیچلتیا سره تړاو لري.
دغې ورځپاڼې ټینګار کړی چې د پناه غوښتونکو ويستل باید له«مناسب او باعزته» چلند سره وشي.
ورځپاڼه په دې باور ده، چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو په لاس د افغانستان سقوط په افغانستان کې د نوي کډوالۍ لامل شوی.
د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې له پناه غوښتونکو سره باید په ترحم او مهربانۍ چلند وشي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د کډوالو د ورځې په مناسبت ويلي چې افغانستان په ۱۰۸ هېوادونو کې ۶.۴ میلیونه کډوال لري.
په داسې حال کې چې د کډوالو سازمانونو په وینا، افغانستان د کډوالو د استوګنې او ځای پر ځای کولو لپاره خورا محدود اسانتیاوې لري.