افغانستان

طالبانو د ریچارډ بینیټ راپور«د دوحې د غونډې په درشل کې د عامه ذهنیت د خرابولو هڅه» بللې

FILE PHOTO: Taliban spokesman Zabihullah Mujahid speaks during a news conference in Kabul, Afghanistan November 10, 2021. REUTERS/Ali Khara

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د بشري حقونو په برخه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بینیټ د راپور او څرګندونو په غبرګون کې پر اېکس په یوه ليکنه کې د دوی دغه راپور د د دوحې غونډېپه درشل کې د عامه ذهنیت د خرابولو هڅه بللې ده.

د ښاغلي بنیټ په راپور کې ویل شوي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو «سیسټماتیک ظلم» د «بشریت پر ضد جرم» ګڼل کېدای شي.

ښاغلي بنیټ له ملګرو ملتونو وغوښتل چې له طالبانو سره د يو رسميت پېژندل شوي حکومت په توګه چلند ونه کړي.

د ښاغلي بنیټ د راپور په غبرګون کې د طالبانو ویاند ویلي چې په ملګرو ملتونو کې ځینې کسان تل هڅه کوي چې د افغانستان په اړه ناسم راپورونه وړاندې کړي.

هغه د مشخصې ،موضوع  له يادولو پرته د بشري حقونو او د ښځو او نجونو د حقونو مسٸله چې د ښاغلي بنيټ د راپور مهمه برخه ده، د «محدودو مسايلو» په توګه وبلله او ويې ويل چې دا مسايل «لوى پرمختګونه» تر اغېز لاندې راولي.

خو نوموړي په ملګرو ملتونو کې د ځينو هېوادونو د «ملاتړي دريځ» هرکلى وکړ او ويې ويل چې دوى د «مثبت او رغنده تعامل» پلوي دي.

ښاغلي بنیټ چې د سه شنبې په ورځ یې په جینوا کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې خپل راپور وړاندې کاوه، له طالبانو وغوښتل چې د ښځو او نجونو د اساسي حقونو د بېرته ترلاسه کولو لپاره بېړني ګامونه پورته کړي.

هغه د طالبانو لخوا د جنسیت پر بنسټ د ځپنې بنسټيز سيسټم د پاى ته رسولو لپاره او حساب ورکولو لپاره د طالبانو او د ټولو ښکېلو کسانو  اړ اېستلو لپاره له ټولو وسايلو څخه په کار اخيستلو باندې ټینګار کړی دی.

د هغه په ​​وينا، په دې وسايلو کې د جرمونو د نړيوالې محکمې او د عدالت د نړيوالې محکمې په ګډون د حساب ورکوونې نړيوالې چارې شامل دي.

ښاغلي بینیټ همدا راز ټینګار کړی چې د طالبانو د مشرتابه له مشروعیت سره تر هغه وخته پورې مخالف دی چې د بشري حقونو په برخه کې محسوس، مشخص او ثابت پرمختګ نه وي شوی.