په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه پلاوي (یوناما) مشره روزا اتونبایوا به د امنیت شورا ته د افغانستان د وضعیت په اړه وینا وکړي.
د یوناما د خبرپاڼې پر بنسټ، دغه وینا به دوه ورځې وروسته (جمعه د جون ۲۱) د کابل پر وخت د ماښام په ۶:۳۰ بجو وشي.
مېرمن اتونبایوا به په داسې حال کې د امنیت په شورا کې د افغانستان په اړه خبرې وکړي چې د افغانستان په اړه غونډه د جون په ۳۰مه په دوحه کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په کوربه توب جوړېږي.
په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویاند فرحان حق وايي، دغه سازمان به له طالبانو سره د یوه رسمي او قانوني حکومت په توګه چلند ونه کړي.
د ملګرو ملتونو د ویاند مرستیال په یوه خبري کنفرانس کې وویل:«موږ له طالبانو سره د واکمنو چارواکو په څېر چلند کوو. له دوی سره بايد د افغانستان د پیژندل شوي دولت په توګه چلند ونه شي»
تر دې مخکې د بشري حقونو د څار سازمان ویلي وو، چې ملګرو ملتونو د دوحې د درېیمې غونډې له اجنډا څخه د ښځو د حقونو په اړه بحث په پراخه کچه لرې کړی دی.