نړۍ

د ایران په یوه روغتون کې اور لګېدنې له نهه تنو ژوند واخيست

ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د رشت ښار په «شفاخانه قاٸم» روغتون کې اورلګېدنې له نهه تنو ژوند واخيست.

د ایران دولتي خبري اژانس (اېرنا) راپور ورکړی، دغه اورلګېدنه چې نن (سه شنبه د غبرګولي ۲۹مه) شاوخوا ۱:۳۰ بجې په دغه روغتون کې پیل شوه، په بشپړه توګه کابو شوې ده.

د دغې رسنۍ د راپور له مخې، کله چې اور ولګېد، په دغه روغتون کې ۱۴۲ ناروغان بستر وو او د ګېلان نورو طبي مرکزونو ته لېږدول شوي وو.

د ګيلان د طبي علومو د پوهنتون رييس محمد تقي آشوبي ويلي، چې د قاٸم روغتون ٩٧ ناروغان د ګيلان نورو روغتيايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.